افغانستان کښې د طالبانو د لیکو تصفیه روانه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111072-افغانستان_کښې_د_طالبانو_د_لیکو_تصفیه_روانه_ده
په افغانستان کښې د طالبانو لنډمهاله حکومت تراوسه له خپلو کسانو څخه تقریباً ۲ زره ۸۰۰ کسان نیولي یا یې له کاره اخراج کړي دي
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 16, 2022 08:35 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د طالبانو د لیکو تصفیه روانه ده

په افغانستان کښې د طالبانو لنډمهاله حکومت تراوسه له خپلو کسانو څخه تقریباً ۲ زره ۸۰۰ کسان نیولي یا یې له کاره اخراج کړي دي

تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې د طالبانو د حکومت د لیکو د تصفیې د کمیشن مشر لطیف ا... حکیمي پرون وویل، د دغه کمیشن د کار له پیلیدو راهیسې د طالبانو کابو ۲ زره او اته سوه کسان د دوي له لیکو څخه ایستل شوي دي او قضايي ارګانونو ته ور وړاندې کړې شوي دي.

هغه زیاته کړه: کومو کسانو چې خلک ځورولي دي هغه مو د ایستلو سره سره محکمې ته وسپارل او د سزا فیصله به یې محکمه کوي.

د طالبانو د حکومت په لیکو کښې د تصفیې د کمیشن مشر د دغه کمیشن د کار د طریقې په هکله وویل: د دغه ډول کسانو پيژندل او بیلول د عامه خلکو د شکایتونو او معلوماتو او د اصلي رسنیو او هم داشان د ټولنیزو رسنیو د رپورټونو له مخې پيژندل کیږي او بیلول کیږي.

هغه له دې مخکښې ویلي وو چې په څنګته کړې شویو کسانو کښې د ټول افغانستان د ځینو ولایتونو مشرانو هم شامل دي.

لطیف ا... حکیمي ټینګار وکړ چې طالب ځواکونه باید پاک لاسي وي او خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي او دا کمیشن د افغانستان د خلکو ملاتړی دی.