د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې زلزله ځانی او مالی تلفات اړولې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111188-د_افغانستان_په_لوېدیځو_ولایتونو_کې_زلزله_ځانی_او_مالی_تلفات_اړولې
د افغانستان په بادغیس ولایت کې د زلزلې له کبله ۲۲تنه مړه شوي او زیات شمېر کورونه وران شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2022 09:27 Asia/Kabul
  • د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې زلزله ځانی او مالی تلفات اړولې

د افغانستان په بادغیس ولایت کې د زلزلې له کبله ۲۲تنه مړه شوي او زیات شمېر کورونه وران شوي دي.

په بادغیس کې د طالبانو د فرهنګي چارو د مسئول «بازمحمد سروري» په وېنا، یوازې د بادغیس ولایت د «قادس» ولسوالۍ په «بادروک» کلي ۱۵ تنه مړه شوي دي.

د هرات په ولایت کې هم ۱۲ نفر د زلزلې د امله خپل ژوند د لاسه ورکړي دي.

د دې راپور له مخي، د مرګژوبلو په هکله لا هم کره معلومات نه شته او کېدایشي د مړو او د زخمیانو شمېر نور هم زیات شي.

یاده زلزله کې له ۸۰۰ زیات کورونه وران شوي دي.

تېره ورځ د ماپښین په دوو بجو باندې د هرات او د بادغیس په ولایتونو کې د (۵.۶) درجو په شدت سره زلزله وشوه.

د طالبانو حکومت د یوې بیانیې په صادرولو سره د قربانیانو سره د غمشریکي تر څنګ له نړیوالو مرستندویو ادارو څخه غوښتنه کړې ده چي په یادو ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره مرسته کړي.