مولوی حمدالله نعماني د افغانستان د ښارجوړونې د وزارت سرپرست شو
Jan 21, 2022 02:26 Asia/Kabul
د طالبانو د لنډمهاله حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پرون وویل چې مولوی حمدالله نعماني له دې مخکښې د کابل د ښاروالۍ مرستیال و
د طالبانو مشر هیب الله اخوندزاده په یو حکم کښې مولوی حمدالله نعماني په افغانستان کښې د طالبانود موقته حکومت د ښارجوړونې او ځمکو د وزارت د سرپرست په توګه وګماره
د طالبانو د لنډمهاله حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پرون وویل چې مولوی حمدالله نعماني له دې مخکښې د کابل د ښاروالۍ مرستیال و.
خبر زیاتوي چې د طالبانو د مشر په دغه حکم کښې ت د مولوی حمدالله نعماني پر ځاې عصمت الله عاصم د کابل د ښاروالۍ د مرستیال په توګه وټاکل شو.
ټیګونه