د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له نیدرلبنډ څخه لوبه وګټله
-
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیدرلینډ پر وړاندې د لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې بریا خپله کړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۶ منډو په توپير ماتې ورکړه
لومړۍ توپوهنه یا بیټنګ افغان ملي لوبډلې وکړ او د اتو ویکټو په زیان سره یې ۲۲۲منډې وکړې او د نیدرلینډ لوبډلې ته یې د ۲۲۳منډو هدف ورکړ.
په ځواب کې د نیدرلینډ لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې ۱۸۶منډې وکړې او د ۳۶منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.
د افغانستان له لوري لوبډلمشر یا کپتان حشمت الله شهیدي تر ټولو ډېرې ۷۳ منډې وکړې او له دې سره د غوره لوبغاړی هم ونومول شو. رحمت شاه دویم لوبغاړی و، چې ښه وځلېد او ۷۰ منډې یې وکړې.
عثمان غني او ګلبدین نایب په ترتیب سره ۲۴ او ۱۶ د یادونې وړ منډې وکړې.
راشد خان درې وېکټې واخيستې. مجيب الرحمان ځدراڼ او يمن احمدزي هر يوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.