د افغانستان پرضد بندیزونه په خلکو اغیز شیندي
صدای افغان خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وايي په افغانستان باندې د بایکاټونو لګول باید د هیواد خلکو ته تاوان ونه رسوي .
هغه وویل مونږ نشو کولای په هغو ناسمو کارونو سره چې د طالبانو ډلې لخوا ترسره کیږي د افغانستان خلک سزا کړو .
ګوټریش د افغانستان له خلکو سره د بشر دوستانه مرستو په زیاتولو باندې ټینګار سره وویل د هیواد خلک له ډیرو سختو حالاتو او د لوږې او د مرګ له خطر سره مخ دي .
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش دغه راز وویل د ښځو او د انجلیو د حقوقو احترام او په ټول کښې د بشري حقوقو احترام د طالبانو د حکومت په رسمیت د پيژندلو لپاره ضروري ګامونه دي .
د تیر میلادي کال په اګست میاشت کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته امریکا او ځینو نورو اروپايي هیوادونو د افغانستان کابو لس (۱۰) میلیارډه ډالر کنګل کړي دي چې دغه چارې د افغانستان اقتصادي حالات ډیر خراب کړي دي .
له بلې تراوسه د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی .
د دنیا هیوادونه وايي چې طالبان باید د بشري حقوقو او د ښځو د حقوقو د احترام کولو ، د ټول ګډونه حکومت د جوړولو او د ځینو نورو اقداماتو د ترسره کولو په شمول شرطونه ومني او هغه عملي کړي .