په ناروې کې له لویدیځوالو سره دطالبانو خبرې دوام لري 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111502-په_ناروې_کې_له_لویدیځوالو_سره_دطالبانو_خبرې_دوام_لري
د ملګروملتو اړونده  ادارو  وئيلي دي ،  دافغانستان  کابو ۲۳میلیون خلک د لوږې اوقخطۍ   له ګواښ سره مخ دي  او دغو اورګانونو په روان میلادي کال کې ددغه انساني ناؤرین  د ارزونې لپاره  د څلور اعشاریه څلور میلیارډډالرو دمرستو غوښتنه کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2022 01:11 Asia/Kabul
  • په ناروې کې له لویدیځوالو سره دطالبانو خبرې دوام لري 

د ملګروملتو اړونده  ادارو  وئيلي دي ،  دافغانستان  کابو ۲۳میلیون خلک د لوږې اوقخطۍ   له ګواښ سره مخ دي  او دغو اورګانونو په روان میلادي کال کې ددغه انساني ناؤرین  د ارزونې لپاره  د څلور اعشاریه څلور میلیارډډالرو دمرستو غوښتنه کړې ده .

زمونږخبریال د صداي افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ،  د ناروې په اوسلو کې د طالبانو او لویدیځي ډيپلوماټانو داستازو   د خبرواترو چورلیز ، په افغانستان کې  د بشري حقوقو  او  انساني بحران موضوعګانې دي  چې هماغه راز دغه خبرې دوام لري .

 له طالبانو سره نزدې سرچینو وئيلي دي  د طالبانود موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست  امیر خان متقي  پرون ناوخته په اوسلو کې د  امریکا ، فرانسې ، بریتانیا، جرمني ، ایټالیا ، اروپائي اتحادئې  او ناروې  له استازو سره  د افغانستان  د بشری حقوقو د وضعیّت په باب  خبرې کړي دي .

لویدیځي ډيپلوماټانو  له دغو کتنو مخکې   دافغانستان د بشری حقوقو   دمدافعو او مدني ټولنې له استازو سره  هم خبرې کړي دي .

دغه درستې خبرې اترې د ناروې د  په کوربتوب سره په اوسلو کې په یوه هوټل کې د بندو تنبو ترشا ترسره کیږي .

داپه داسې حال کې د ي چې  دملګروملتو اړونده  ادارو  وئيلي دي ،  دافغانستان  کابو ۲۳میلیون خلک د لوږې اوقخطۍ   له ګواښ سره مخ دي  او دغو اورګانونو په روان میلادي کال کې ددغه انساني ناؤرین  د ارزونې لپاره  د څلور اعشاریه څلور میلیارډډالرو دمرستو غوښتنه کړې ده .