د نړیوالې ټولنې د غړیتوب لپاره د بشري حقونو رعایتول ضروري دي
Jan 30, 2022 07:16 Asia/Kabul
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د طالبانو له موقته حکومت څخه د بشري حقونو د خیال ساتنې غوښتنه کړې ده
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي: داسې ښکاري چې مېرمنې او نجونې په افغانستان کې د کار او زده کړو په څېر له خپلو اساسي حقونو محرومېږي.
دده په وینا د طالبانو لنډمهاله حکومت ته په کار ده چې په رسمیت د پېژندل کیدو او د نړیوالې ټولنې د غړي کېدو لپاره د بشر اساسي حقونو او د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام وکړي.
بل خوا د طالبانو د حکومت چارواکو بیا په ځلونو ویلي چې دوي د نجونو زده کړو او تعلیم ته ژمن دي او تازه په تازه دا ژمنه هم شوې ده چې ښایي د نوي کال په راتګ سره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.
ټیګونه