له طالبانو سره د تعلقاتو ټينګولو لپاره د اروپا د پارلېمان شرط
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111900-له_طالبانو_سره_د_تعلقاتو_ټينګولو_لپاره_د_اروپا_د_پارلېمان_شرط
د اروپا پارلېمان د طالبانو له حکومت سره د ملګرتيا شرط د افغان مېرمنو د حقوقو خيال ساتنه اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 02, 2022 12:55 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره د تعلقاتو ټينګولو لپاره د اروپا د پارلېمان شرط

د اروپا پارلېمان د طالبانو له حکومت سره د ملګرتيا شرط د افغان مېرمنو د حقوقو خيال ساتنه اعلان کړ.

د افغان آوا د رپوټ له مخې د اروپا د پارلېمان مشرې مېرمن روبېرټا مېټسولا پرون د دغې ادارې د دوه ورځنۍ غونډې په شروع کښې وويل: زمونږ مقصد د افغانستان په ټولنه کښې د ښځو د شرائطو په اړه د نړيوالو آګاه کول او د ښځو د حقوقو خيال ساتنې ته د غاړې اېښود لپاره تردباو لاندې د طالبانو راوستل دي.

د دغې غونډې په وړومبۍ ورځد اروپا د پارلېمان مشرې د افغان مېرمنو په خلاف د جنسيتي سېسټېمېټک تبعيض په غندلو سره د طالبانو له حکومت سره د نړۍ د هر ډول تعلقات د ښځو د حقوقو له خيال ساتنط سره مشروط وبلل.

مېرمن مېټسولا زياته کړه، نړيوال پکار دے د افغانستان ښځو ضرورتونه په ترجيحاتو کښې راولي او له واکمن رژيم سره د هر ډول تعلقات دې د ښځو د حقوقو د خيال ساتنې د وړاندې شرط په بنياد په نظر کښې اونيسي.