چین د افغانستان د غونډې کوربه توب ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112078-چین_د_افغانستان_د_غونډې_کوربه_توب_ته_چمتو_دی
چین د افغانستان د ګاونډي هیوادونو د خارجه وزیرانو د دریمې غونډې ترسره کولو ته خپل چمتووالی اعلان کړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 08, 2022 09:35 Asia/Kabul
  • چین د افغانستان د غونډې کوربه توب ته چمتو دی

چین د افغانستان د ګاونډي هیوادونو د خارجه وزیرانو د دریمې غونډې ترسره کولو ته خپل چمتووالی اعلان کړ

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو درېیمه ناسته په حضوري بڼه په چین کې جوړه شي او په ترسره کېدونکې ناسته کې به د افغانستان او سیمې پر حالت بحث وشي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یو» د ایران د بهرنیو چارو له وزیر « امیر عبدالهیان» سره پرون ناوخته په ټلیفوني خبرو کې په «بیجنګ» کې د دې ناستې جوړېدو خبر ورکړی او له نوموړي یې غوښتي چې په یاده غونډه کې برخه واخلي.

ویل کېږي چې دا ناسته به په راتلونکې میلادي میاشت کښې په چین کښې جوړه شي او د افغانستان ګاونډي هېوادونه به په کښې د افغانستان او سیمې پر روان حالت خبر اترې وکړي.

د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو تېره ناسته په اسلام اباد کښې او وړومبنۍ غونډه یې په تهران کښې ترسره شوې وه چې په کښې په افغانستان کې د تلپاتې سولې پر راتګ، د ټولشموله حکومت پر جوړېدو او له دغه هېواد سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار شوی و.