د افغانستان ډیرې ماشومانو له لوږې او مړینې سره مخامخ دي
فارس خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف (UNICEF) یوځل بیا په افغانستان کښې د ناوړه خواړو په وجه د لس (۱۰) لکه ماشومانو د مړینې د احتمال په هکله خبرداری ورکړ .
یونیسف په ټویټر پیغام کښې په افغانستان کښې د ماشومانو په بد حالت باندې یوځل بیا سخته اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل که چیرې سمدستي اقدامات ونشي د هیواد یو(۱) میلیون ماشومان به د ناوړه خواړو له کبله مړه شي .
د ملګروملتونو سرمنشي انټونو ګوټریش د افغانستان د نیمايي خلکو له لوږې سره مخ کیدا ته اشاره کړي ته او ویلي یې دي چې افغانستان یو(۱) زندان دی او په دوام کښې یې خبرداری ورکړ او له افغانستان سره د زر ترزره د نورو نغدو مرستو غوښتنه وکړه .
په افغانستان کښې د بې وزلۍ او د لوږې له زیاتیدا سره په یووخت په اومیکرون کورونا ویروس د خلکو د ککړیدا د شمیر د زیاتیدا ښودنه کوي .
د افغانستان د روغتیا وزارت هم وویل حاضردمه د امکاناتو د نشتون په دلیل له شپږدیرشو (۳۶) روغتونونو څخه یوازې پینځه (۵) روغتونونه د دې جوګه دي چې په ترلاسه کړې شویو مرستو په کورونا ویروس د ککړو کسانو درملنه وکړي .