طالبان:
امريکې د افغانستان اموال غلا کړي دي
د ستمبر د يولسمې د قربانيانو د کورنيو په ګټه د افغانستان له نيمائۍ نه د زياتو شتمنيو په ضبطولو کښې د امريکې د ولسمشر اقدام د طالبانو د حکومت ردعمل رابرسېره کړ. طالبانو د امريکې د حکومت دغه اقدام د افغانستان د خلقو د اموالو د غلا کولو او د امريکې لپاره د يوې اخلاقي ماتې په معنا وبلۀ.
د امريکې ولسمشر پرون حکم جاري کړ چې په امريکه کښې د افغان ولس کنګل کړې شوې اوۀ ميليارډ شتمنيو څخه نيمائي رقم په امريکه کښې د ستمبر د يولسمې پېښې د قربانيانو د کورنيو ترمېنځ اوېشي.
دغه حکم د طالبانو غبرګون رامنځته کړ او د طالبانو د حکومت وياند محمد نعيم په يو ټوئيت کښې دغه اقدام د امريکې د اخلاقي ماتې ښودونکے وبلۀ.
د ستمبر د يولسمې د پېښې قربانيانو ته د افغان ولس د شتمنيو په بيلولو کښې امريکې اقدام په داسې حال کښې ترسره کيږي چې د ملګرو ملتو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق يونيسېف يو ځل بيا په افغانستان کښې د ناوړه خوړوپه وجه د يو ميلين ماشومانو د مړۀ کېدو د احتمال په اړه خبردارے ورکړے دے.
د بائيډن د حکم مطابق په امريکه ټولې مالي ادارې پکار دے له افغانستان سره اړوند شتمنۍ د نيويارک ايالت به فيډرل ذخيرو بېنک کښې يو بيل حساب ته منتقل کړي.
په افغانستان باندې د طالبانو له تسلطه وروسته خلق له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ شوي دي چې مهمه وجه يې د هغو مرستو بندېدل دي چې نړيوالې ټولنې به د افغانستان مخکيني حکومت ته ورکولې.
د طالبانو حکومت تراوسه څو ځل له امريکې ، نورو هېوادونو و ادارو چې د افغانستان تقريباً لس ميليارډ ډالر يې بلاک کړي دي غوښتي دي چې زرترزه دې دغه پېسې دغه حکومت ته ورکړي چې د دغه هېواد اقتصادي مشکلات کم شي.
د امريکې د کانګرس غړې مېرمن ايلهان عمر هم د افغانستان د بلاک شويو شتمنيو د برخليک په اړه د جوبائيډن د فېصلې په ردعمل کښې په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل: د ستمبر د يولسمې په پېښه کښې د الوتکې تښتؤنکو ترمېنځ حتي يو افغان هم شتون نه لرۀ. په همدې حال کښې مونږ د سعودي او مصر حکومتونو ته په ميليارډونو ډالرو ورکوو چې د ستمبر د يولسمې له ترهه ګرو سره نېغ په نېغه ارتباط لري. حتی که داسې نه وې نو بيا هم د دغو جنايتون لپاره په افغانستان کښې د ميلينونو اوږو او نهارو خلقو سزا کول بې انصافي ده.