هیڅوک او اداره د افغانستان د پیسو د خوړلو حق نلري
صدای افغان خبري اژانس وویل د افغانستان د وسپنو د ویلي کولو د اتحادیې مرستیال عصمت الله وردک د سپتمبر د یولسمې (۱۱)نیټې د حملو په پلمه د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنیو مصادره کیدا ته په غبرګون کښې وویل دغه پیښه له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري او امریکا کښې په کنګل شویو شتمنیو کښې یوه (۱) برخه د خصوصي برخې ده .
هغه وویل د افغانستان د کابو لس (۱۰) میلیارډه کنګل شویو شتمنیو څه د پاسه درې (۳) میلیارډه ډالره د افغانستان د خصوصي برخې دي او هیڅ کس او اداره حق نلري هغه د ګرمې په توګه ضبط کړي .
هغه له ملګرومتلونو او نورو نړیوالو ارګانونو وغوښتل چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د فیصلې په مقابل کښې ودریږي او اجازه ورنکړي چې د افغانستان د مظلوم ملت ډالرې زیرمې د ګرمې په توګه نورو ته ورکړل شي .
د امریکا لخوا د افغانستان د ډالرو کنګل کول د دغه هیواد د خلکو غبرګونونه ځان پسې لرلي دي په دې ډول چې ولس او د طالبانو موقته حکومت هغه غلا بللي ده او د افغانستان خلکو ته یې د دغو ډالرو د بیرته ستنیدا غوښتنه کړي ده .
د سیاسي څارونکو له نظره په افغانستان کښې د اقتصادي او د انساني کړکیچ اصلي عامل د امریکا د تیرو شلو (۲۰) کلونو نیواکګرۍ ده او همدا اوس د امریکا ولسمشر د افغانستان د خلکو د شتمنیو په غلا کولو سره دغه کړکیچ نور پسې سخت کړی دی .