د طالبانو خارجه وزیر قطر ته روان شوی
Feb 13, 2022 13:06 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ د فارس خلیج د څنډې د هیوادونو او د اروپايي اتحادیې له استازیو سره د کتنې لپاره قطر ته روان شو .
د طالبانو په دغه پلاوي کښې د بیلابیلو وزارتونو وزیران او مرستیالان شامل دي او دوې به په قطر کښې د اروپايي اتحادیې او د عربو هیوادونو له استازیو او د دیني علماو د اتحادیې له چارواکو سره خبرې وکړي .
له دې مخکې هم امیر خان متقي قطر ته په سفر کښې د دغه هیواد د خارجه وزارت او د نورو وزارتونو او ادارو له مسوولانو او استازیو سره کتنه او خبرې کړي وې .
ټیګونه