له افغانستان سره نوره نغده مرسته وشوه
Feb 15, 2022 02:13 Asia/Kabul
د ۳۲ میلیون ډالرو نغدو انساني مرستو څوارلسمه مرحله افغانستان ته ورسیدله
آوا خبري آژانس لیکلي دي چې د طالبانو د حکومت مرکزي بانک وویل: د ۳۲ میلیون ډالرو دغه نغد پیکیچ مو پرون ترلاسه کړی دی.
د افغانستان د مرکزي بانک د احصائیو له مخې، تراوسه څه باندې ۳۶۰ میلیون ډالر کابل ته انتقال شوي دي.
دغه بانک د مرسته کونکو هیوادونو په قدرونې سره، له افغانستان سره د بانکي راکړو ورکړو د اسانولو غوښتونکی شو.
یاده دې وي چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د افغانستان بهرنۍ پانګې بلاک شوې او نړیوالو بانکونو ته د دغه هیواد لاسرسي بنده شوه.دغه محدودیت د افغانستان اقتصاد له سختو ستونزو سره مخامخ کړی دی.
ټیګونه