افغانستان ته د ایران د تابان ایر الوتنې پیل شوې
Feb 15, 2022 02:24 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د تابان ایر لاینز شرکت د ماهان هوايي شرکت ترڅنګ افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې
د ایران د اسلامي جمهوریت د تابان ایر لاینز شرکت د ماهان هوايي شرکت ترڅنګ افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې
د ایران (تابان ایر) په دې وروستیو کښې د پلازمینې کابل په شمول د افغانستان ځینو ښارونو ته خپلې الوتنې پیل کړې او د دواړو هیوادونو ترمینځ یې د مسافرو د وړو راوړو کار په غاړه اخیستی دی.
له دې مخکښې په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت هم په یو ټویټ کښې لیکلي وو چې کوم افغانان چې د سیل او سیاحت لپاره ایران ته د تګ په موخه هوايي ټکټ واخلي هغوي ته به د ایران کنسولګرۍ بې نوبته ځانګړي کنسولي خدمات او اسانتیاوې ورکوي.
ټیګونه