افغانستان ته د ایران د تابان ایر الوتنې پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112262-افغانستان_ته_د_ایران_د_تابان_ایر_الوتنې_پیل_شوې
د ایران د اسلامي جمهوریت د تابان ایر لاینز شرکت د ماهان هوايي شرکت ترڅنګ افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2022 02:24 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د ایران د تابان ایر الوتنې پیل شوې

د ایران د اسلامي جمهوریت د تابان ایر لاینز شرکت د ماهان هوايي شرکت ترڅنګ افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې

د ایران د اسلامي جمهوریت د تابان ایر لاینز شرکت د ماهان هوايي شرکت ترڅنګ افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې

د ایران (تابان ایر) په دې وروستیو کښې د پلازمینې کابل په شمول د افغانستان ځینو ښارونو ته خپلې الوتنې پیل کړې او د دواړو هیوادونو ترمینځ یې د مسافرو د وړو راوړو کار په غاړه اخیستی دی.

له دې مخکښې په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت هم په یو ټویټ کښې لیکلي وو چې کوم افغانان چې د سیل او سیاحت لپاره ایران ته د تګ په موخه هوايي ټکټ واخلي هغوي ته به د ایران کنسولګرۍ بې نوبته ځانګړي کنسولي خدمات او اسانتیاوې ورکوي.