په ننګرهارکې کابو۲سو طالبانو ته د لسانس تحصیلي سندونه ورکول کیږي
کابوسل تنه د کوچنې او یو سلو څلورویشت تنه یې دلوئې دورې طالبان دي چې له ازموینې ورسته به دکوچنې دورې طالبانو ته د څوارلسم ټولګي د فارغ التحصیلۍ او لوې دورې طالبانو ته به دلسانس تر کچې تحصیلي سند ورکول شي
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان د ننګرهار ولایت د پوهنې مشر مفتی حبیب حضرت حقاني وائي د طالبانو د موقته حکومت دپوهنې وزارت د لارښوونې له مخې یې په دې ولایت کې له دوه سوه شپاړلسو تنوڅخه چې پنځه ویشت ئې نجونې دي او په غیر حکومتي دینې مدرسو کې ئې زده کړې، د تحصیلې کچې د معلومولو ازموینه واخیستل شوه. د پوهنې د ادارې مشر وویل ،کابوسل تنه د کوچنې او یو سلو څلورویشت تنه یې دلوئې دورې طالبان دي چې له ازموینې ورسته به دکوچنې دورې طالبانو ته د څوارلسم ټولګي د فارغ التحصیلۍ او لوې دورې طالبانو ته به دلسانس تر کچې تحصیلي سند ورکول شي،دپوهنې ریس وویل د ازموینې لړۍ په ټول هیواد کې ترسره کیږي او شپږ ورځې به دوام وکړي.
نور تفصیلې زمونږ دخبریال په راپور کې په ګډه سره آورو .