د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز:
د هیرمند د اوبو برخه په مختلفو کچو کې تعقیبیږي
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت چاواکو په ۲۴ ساعته توګه د افغانستان له ګاونډ هیواد څخه د اوبو د برخي د مسالې تعقیبونه کوي.
د ۱۹۷۲ میلادي کال د هیرمند د تړون له مخې چي د افغانستان او ایران تر مینځ لاسلیک شوی و، د هیرمند له سیند څخه د ایران د اوبو برخه د کال ۸۲۰ میلیون میټر مکعب و چي په ثانیه کې ۲۶ میټر مکعب کیږي چي البته په موسم او میاشتو ته په کتو سره توپیر کوي.
د افغانستان مخکنی دولت چي د ایران د اوبو د برخي د تامینولو ادعا کاوه د نیمروز په ولایت کې د کمال خان بند په جوړولو سره، د دې تړون د عملي کېدو مخنیوی وکړ چي د ایران په سرحدي ولایت سیستان او بلوچستان ته یې زیات زیانونه واړول.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره، دغه دولت هم د هیرمند په تړون باندې په ژمنتیا تاکېد وکړ .
نن د سیستان او بلوچستان ۱۸ کلیو ته د فوځ د اوبو رسونې د پروژې په پرانیستل کې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال باقری یادونه وکړه چي د اوبو مساله د سیستان او بلوچستان تر ټولو مهمه مساله ده چي د دې سیمي د خلګو لومړنۍ اړتیا بلل کیږي