په افغانستان کې د امریکاضد لاریونونه هماغه راز دوام لري
مظاهره چیانو همداراز په پایزي پریکړه لیک کې له ملګروملتو هم غوښتي چې امریکا دې د افغانستان د شتمنیو آزادولو ته اړباسي .
د افغانستان د بامیان په زرګونو خلکو د امریکا په ضد په لاریون کولو سره ددغه هیواد د کنګل شوو شتمنیو د آزادولو غوښتنه کړې .
تسنیم خبری اژانس راپورورکړ ، افغانان چې د نړیوالو او انسان دوسته موسیسو په اعتراف له لوږې او بې وځلۍ سخت کړیږي ،د دوي ژوند دکرونا پشمول ډول ډول خوریدونکي ناروغۍ ګواښي ، په کرتو ئې په اعتراضونو او مظاهرو جوړولو سره د امریکایانو اولویدیځوالو له خوا دخپلو ملی شتمنیو دکنګل کیدا د ختمولو غوښته کړې ده .
په راپور کې وئيل شوي دي ، دافغانستان دنورو ولایتونو په شان دبامیان ولایت په زرګونو خلکو هم پرون مظاهره کړې او پخپلو شعارونو کې ئې د امریکا په وسیله د افغانستان د شتمنیو مصادره او کنګل کول ، په دغه هیواد کې د بې وځلۍ او لوږې د بې مخینې پراخیدا زمنیه جوړونه بللې ده .
دبامیانو دپرکوټو دټولنې مسئول او ددغو مظاهرو جوړونکي سید عبدالرزاق دانش د مظاهرې په وخت په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، ددغه ولایت اوسیدونکي په تیره بیا د جنګونو دقربانیانو کورنۍ او دپرکوټو ټولنه د امریکا له حکومته غواړي ، چې د افغانستان شتمنۍ دې زرترزره آزادې کړي . هغه په ډاګه کړې و دافغانستان د مصادره شوو شتمنیو پسې د رامینځةشوي وضعیّت تر ټولو اصلی قربانیان خلک دي .
مظاهره چیانو همداراز په پایزي پریکړه لیک کې له ملګروملتو هم غوښتي چې امریکا دې د افغانستان د شتمنیو آزادولو ته اړباسي .