د افغانستان معلولو خلکو د جوبایډن پریکړه وغندله
سلګونو معیوبینو په جلال ابادښار کښې د یو صلحه ایز لاریون پر مهال د امریکې د ولسمشر وروستۍ پریکړه غندلې ده
د ننګرهار ولایت له مرکزه زمونږ خبریال وایي په دې لاریون کښې چې د تېرو څلورو لسیزو د جګړو معلولین راټول شوي وو په داسې حال کې چې د امریکا پر خلاف یې شعارونه ورکول، د امریکا له لورې یې د افغانستان د خلکو دکنګل شوې شتمنۍ دبیرته پرانستلو غوښتنه وکړه.
دغو لاریون والو همدارنګه په تیرو دوو لسیزو کې د امریکا او د هغې د متحدینو له لورې افغانانو ته داوښتو زیانونو د خسارې ورکولو ټینګه غوښتنه هم کوله.
د لاریون یو تنظمیونکي او په جلال اباد کې د معلولینو د ټولنې مشر مسعود ساپي وویل: له ملګرو ملتونو په ټینګه غواړوچې پر امریکا فشار راوړي چې د افغانانو کنګل شوې پیسې پرانیزې او دغه راز دې ملګري ملتونه د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپیژني. ده وویل په رسمیت پیژندنې سره به اوسمهاله ناوخوالې او رامنخته شوی بشري او اقتصادي ناورین تر ډیره راکم شي.
د امریکا د جمهور ریس وروستي فرمان په کور دننه او دباندې ګڼ غبرګونونه راوپارول او دا پریکړه دبشري حقونو خلاف او ناقانونه عمل وبلل شو . دافغانستان په ټولو ولایتونو کې هره ورځ د ټولنې د بېلابېلو پاړکیو له لورې دا ډول دغندنې لایونونه ترسره کیږی