افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د دریو لوبو لړۍ پیلوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112604-افغانستان_او_بنګله_دېش_د_کرکټ_د_دریو_لوبو_لړۍ_پیلوي
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د بنګله دېش د کرکټ له ملي لوبډلې سره د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ یا سیریز پیل کړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2022 01:42 Asia/Kabul
  • افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د دریو لوبو لړۍ پیلوي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د بنګله دېش د کرکټ له ملي لوبډلې سره د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ یا سیریز پیل کړي

د کرکټ دا سیالۍ په بنګله دېش هېواد کې ترسره کېږي او افغان لوبډله له وړاندې دغه هېواد ته رسېدلې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډلې له دې وړاندې د یادو لوبو لپاره پوره چمتوالی نیولی دی.

د دې لړۍ وړومبۍ لوبه نن سهار نهه نیمې بجې پيلیدونکې ده.

له دغو لوبو وروسته به د دواړو لوبډلو تر منځ  دوه شل اوریزې یا ټي ټوینټي سیالۍ هم ترسره شي.