دننګرهار له مرکزی زندان نه نږدی سل تنه بندیان خوشی شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112620-دننګرهار_له_مرکزی_زندان_نه_نږدی_سل_تنه_بندیان_خوشی_شول
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو چارواکي وایي ددې بندیانویا جرمونه واړه او یا یې دبند موده لږه پاتې وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2022 06:50 Asia/Kabul
  • دننګرهار له مرکزی زندان نه نږدی سل تنه بندیان خوشی شول

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو چارواکي وایي ددې بندیانویا جرمونه واړه او یا یې دبند موده لږه پاتې وه.

د ننګرهار د والي د ویندوی له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې داسلامی امارت د زعیم ملا هیبت الله اخند د فرمان او دننګرهار دوالي له لورې دګومارل شوي پلاوي چې په ترکیب کې یې د محکمې،څارنوالۍ،امر باالمعروف او پوهنې ادارنو مشران موجود دي څیړنو وروسته نوي (۹۰)تنه چې کم عمر لرونکي تنکي زلمیان هم پکې شامل دي د ننګرهار له مرکزي زندان نه خوشی شول. په خبر پاڼه کې راغلي چې د ننګرهار سرپرست مرستیال والي مولوي نیاز محمد وهاج ددغه بندیانو دخوشې کیدو په مراسموکې وویل ټاکل شوي پلاوي په خپلو چارو کې له پوره ځیرنې کار اخیستی او په بې پرې توګه یې د بندیانو د برخلیک په ټاکلو کې پریکړه کړې ده .

هغه له خوشې شویو  بندیانو وغوښتل چې ازادي یو نعمت وګڼي او بیا ځلي د جرمونو د ترسره کولو چې له امله یې ددوې ازادي تر پوښتنې لاندې راولي هڅه ونکړي .

 د والي د ویاندوې له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې په ورته وخت کې د جلال اباد ښاري محکمې ریس او ددې پلاوي غړي مولوي امان الله حقاني وویل ګومارل شوی پلاوی په خپلو چاروکې واکمن دی او زر به دنورو پاتې بندیانو دبرخلیک په اړه هم پریکړه وشي.

 د ننګرهار له مرکزي زندان څخه دا نوي تنه بندیان داسی مهال خوشې کیږي چې ورسره سم درویشت تنه افغانان چې د ګاوندي هیواد پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه خوشې شوي و په تورخم کې افغان لورې ته تر سپارل کیدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول .

تر دې وړاندې هم د پاکستان له زندانونو څخه ګڼ شمیر بندي افغانان خوشي شوي  او په تورخم کې افغان چارواکو ته سپارل شوي وو .