افغانستان بنګله‌دېش ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه
(last modified Wed, 02 Mar 2022 00:12:32 GMT )
Mar 02, 2022 04:42 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ لوبډلو تر منځ د يو ورځنيو لوبو درېمه سيالي افغان لوبډلې په اوو وېکټو وګټله

لومړۍ توپوهنه د بنګله‌دېش لوبډلې پیل کړه چې د ټولو لوبغاړو په زیان سره یې یوازې ۱۹۲ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې افغان لوبډلې توپوهنه پیل کړه او په ۴۷م اوور کې یې ورکړل شوی هدف پوره کړ.

رحمان الله ګربز د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو چې په ۱۱۰ توپونو یې ۱۰۶منډې وکړې.

دغه يو ورځنۍ سيالي چې د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام ته د لارموندې لپاره کېږي، د پيل دوې لوبې بنګله‌دېش ګټلې وې.

 ټاکل شوې چې افغان لوبډله له بنګله دېش سره دوې شل اوريزې سيالۍ هم وکړي چې لومړۍ لوبه یې د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي.