طالبان په بهرکې د اوسیدونکو افغانانو له توانمنیواستفاده کوي
په افغانستان کې د طالبانو ډلې قدرت ته په رسیدا پسې،امریکا ددغه هیواد ولس کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ کنګل کړي او اوس ئې د نغرلو هڅه کوي،چې دغې چارې د افغانانوپر مالی او اقتصادي حالاتو ئې ډيرې منفي او کرغیړنې اغیزې شیندلي دي .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ ،په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت دخارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي نن په کابل کې له یوشمیر افغان تاجرانو او اقتصادي کارپيژاندو سره په کتنې کې ووئیل ،دغه حکومت هڅه کوي،چې له هیواده په بهر کې ددیره افغانانو له توانمنیو څخه د افغانستان د پرمختګ او دحالاتو د ښه کیدا لپاره استفاده وکړي .
په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، لورو په دغې ناستې کې د افغانستان د اقتصادي او سیاسی وضعیّت ،د زده کړې د بهیر ،په بهر کې ددیره افغانانو له توانمنیو څخه د لازمې استفادې او دغه راز په نوي حکومت کې د مثبتو بدلونونو د اهمیّت او دهغو دساتنې په باب د نظر تبادله وکړه .
له امیر خان متقي سره په کتنې کې ګډون کونکو هم وئیلي دي ،د طالبانو له حکومت سره د ملګرتیا لپاره تیار دي .
په افغانستان کې د طالبانو ډلې قدرت ته په رسیدا پسې،امریکا ددغه هیواد ولس کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ کنګل کړي او اوس ئې د نغرلو هڅه کوي،چې دغې چارې د افغانانوپر مالی او اقتصادي حالاتو ئې ډيرې منفي او کرغیړنې اغیزې شیندلي دي .
د افغانستان تاجران او سیاسی کارپوهان په دې اند دي چې د امریکا دغه اقدام یو ډول غلا ده چې دافغانستان اقتصاد ته ئې ډير تاوان رسولی دی .