د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې نقدې مرستې دوام لري
Mar 07, 2022 02:27 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت مرکزي بانک د نړیوالې ټولنې له خوا د نورې ۳۲ میلیون ډالره مرستې د ترلاسه کیدو خبر ورکړی دی
د طالبانو د حکومت مرکزي بانک پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د انساني مرستو د بهیر په دوام کښې د ۳۲ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د نقدو پیسو یوه جوپه کابل ته منتقله شوه او د افغانستان نړیوال بانک AIBته وسپارله شوه.
د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان مرکزي بانک ته تراوسه ۵۴۴ میلیون ډالر مرسته ورکړې شوې ده.
دغه بانک د نړیوالې ټولنې د مرستو قدرونه کړې او د نړۍ له هیوادونو یې غوښتي دي چې د ضروري بانکي اسانتیاؤ په رامینځته کولو کښې د افغانستان مرسته او ملګرتیا وکړي.
ټیګونه