افغانستان کې د محکمې له حکم نه بغېر وژنې زیاتې شوې دي
د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي کمېشنري وایي، په افغانستان کې د محکمې له حکم پرته وژنې زیاتې شوې دي.
په افغانستان کښې طالبانو موقته حکومت تر اوسه د دغه راپور په اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی،
د راپور د معلوماتو پربنسټ، په دغو وژنو کې تر ډېره د پخواني جمهوریت دعدلي او قضایي ادارو قاضیان، مدافع وکیلان او ښځینه حقوقپوهانې په نښه کیږي.
راپور زیاتوي: « د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې ولسي تلفات او جنګ جګړې کمې شوي، خو د ډېرو افغانانو لهپاره د بشري حقونو وضعیت خراب شوی. د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره د محکمې له حکم پرته د مخکیني حکومت د قاضیانو، ښځینه قانونپوهانو، وکیلانو او نورو کارکوونکو وژل اوس هم پېښېږي»
د ملګرو ملتونو دا وروستۍ راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د بشري حقونو رعایت او د ټولګډونه حکومت جوړول د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنې لهپاره د نړیوالې ټولنې تر ټولو مهم شرطونه دي.