نړیوال باید د افغانستان په بدلونونوکې رول ولري
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن سهار وختی د ترکيې په «آنتالیا» ښار کي د قطر د بهرنيو چارو وزير او د لومړي وزیر له مرستيال شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د امريکا له ځانګړي استازي ټام ويسټ او ورسره پلاوي سره هم درې اړخيزه ناسته وکړه.
زمونږ خبریال د پژواک انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ ،د افغانستان لپاره دامریکا ځانګړۍ استازی ټام ویسټ د د ترکیې په آنتالیا ناستې څنډې کې، چې له خپلو متحدینو سره ئې پر افغانستان خبرې کړې ټینګار کړی ، نړیوال باید په افغانستان کې ښکېل پاتې شي.
ټام ویسټ همداراز د ترکیې د انتالیا فورم د ناستې په څنډه کې د قطر، فنلینډ ، تاجکستان، د بهرنیو چارو وزیرانو، د پروګرام له مسؤلانو او په قطر کې دامریکا له سفیر سره هم ولیدل.
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو له پلاوي سره هم خبرې کړي دي ،ټام ویسټ وایي، چې په دې لیدنو کتنو کې یې د افغانستان اړونده مهمو موضوعاتو، د افغانانو پر اقتصادي ستونزو، پرمختګ، ښوونې او رونې، او سوداګریز هوایي سفرونو باندې په تفصیل سره بحثونه وکړل.
هغه وایي موږ په افغانستان کې د پوهنتونونو د پرانستې په تړاو د خپرو شویو راپورونو هرکلی کوواو دا یو مهم اقدام دی چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ټولو خلکو تګ په لوړه کچه وي او د ښوونیزو ادارو فضا د ټولو لپاره خوندي وي.
بل پلوه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې داهم وئيل شوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن سهار وختی د ترکيې په «آنتالیا» ښار کي د قطر د بهرنيو چارو وزير او د لومړي وزیر له مرستيال شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د امريکا له ځانګړي استازي ټام ويسټ او ورسره پلاوي سره هم درې اړخيزه ناسته وکړه.