داعش ترهه ګره ډله  په افغانستان کې د نیواکګرانو اطلاعاتي پروژه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113700-داعش_ترهه_ګره_ډله_په_افغانستان_کې_د_نیواکګرانو_اطلاعاتي_پروژه_ده
داعش ترهه ګره ډله ،  په افغانستان کې د نیواکګرانو یوه پروژه وه چې  همدااوس په دغه هیواد کې هیڅ ډول فیزیکي شتون نه لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2022 02:37 Asia/Kabul
  • داعش ترهه ګره ډله  په افغانستان کې د نیواکګرانو اطلاعاتي پروژه ده

داعش ترهه ګره ډله ،  په افغانستان کې د نیواکګرانو یوه پروژه وه چې  همدااوس په دغه هیواد کې هیڅ ډول فیزیکي شتون نه لري .

په عراق او سورئې کې د داعش ترهه ګرې او جنایتکارې ډلې  له ماتې وروسته ، امریکا تل  له دغې ډلې ملاتړ کړی دی ،  او اوس ئې داعشي جنایتکار د خپلو موخو دپرمخ بیولوپه خاطر افغانستان  ته لیږدولی دي  

په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت د اطلاعاتو  مشر  پرون په یولړ څرګندونو کې  په لویدیځي آسیا سیمې کې ددیره امریکائی ترهه ګر ځواک د قوماندې لوي درستیز  جنرال مک کنیزي  د وروستیو څرګندونو په ردولو سره  ووئیل ،  داعش ترهه ګره ډله ،  په افغانستان کې د نیواکګرانو یوه پروژه وه چې  همدااوس په دغه هیواد کې هیڅ ډول فیزیکي شتون نه لري .

 هغه زیاته کړې ده ،  داعش ډله  همدااوس په افغانستان کې په بشپړ ډول تباه کړئ شوي  ده او دګاونډیانو لپاره هیڅ ګواښ نه ده .

 داپه داسې حال کې دي چې  دتیرکال د اګست په پنځلسمه نیټه  واک ته دطالبانو  له رسیدا ورسوته ، داعش جنایتکارې او ترهه ګرې ډلې  دافغانستان  په مختلفو سیمو کې  د څو ترهه ګرو حملو مسئولیّت په غاړه اخستې  چې  په سلګونو لمونځ ګوزار او عام خلک ئې په وینو کې لیت پیت کړي دي .  په عین حال کې  طالبان اعلان کوي ، چې  داعش نوره د افغانستان لپاره کوم ګواښ نه دی .