د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې فرصت برابر شوی دی
کابلوف له طالب چارواکو سره په کتنې کې د افغانستان له واکمن لوري سره د ملګرتیا په ژمنې سره ټينګارکړی،چې ماسکو د طالبانو غوښتې او اړتیاوې پوره کولی شي .
په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو زویر د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړی استازي سره په کتنې کې د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې او د دواړو هیوادونو دمشترکو ګټو په لړ کې دملګرتیا غوښتنه وکړه .
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ،د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د روسیې د دفاع ،کورنیو ،اقتصادي ، کرهڼيزو او دانرژۍ د چارو د وزارتونو له استازو د جوړ پلاوي مشر ضمیر کابلوف د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره کتنه وکړه .
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت له خوا د خپرې شوي اعلامیې په اساس ،کابلوف په دغې کتنې کې دافغانستان له واکمن لوري سره د ملګرتیا په ژمنې سره ټينګارکړی،چې ماسکو د طالبانو غوښتې او اړتیاوې پوره کولی شي .
سراج الدین حقاني هم دافغانستان د سولې له بهیر سره د په رابطه کې دروسیې دهلوځلو په قدرونې سره ووئيل ، مونږ هغه درستوژمنوته چې مو کړې وې ، پابنده یوو او له افغانستان څخه به ګاونډیو او نورو هیوادونو ته هیڅ ډول ګواښ متوجه نشي.
د طالبانو داخله وزیر په دوام کې له نشه ایزو موادو سره مبارزه ، د درستو هیوادونو دنده وبلله او ټينګار ئې وکړ ، چې دغه سپیره بلا نه یوازې د افغانستان لپاره ، بلکې ټولو هیوادونو ته یو ګواښ دی او باید په دې زمینې کې ګډه مبارزه وشي . هغه د روسیې پلاوي ته په خطاب کې ووئیل ، اوس د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې لپاره بهرنیو هیوادونو لپاره داسې ښه فرصت برابر شوی دی څو د متقابلو اومشترکو ګټو په اساس کار وشي .
کابلوف له دې مخکې هم د طالبانو له خارجه وزیر او دلومړي وزیر له اقتصادي مرستیال سره د سیاسی او اقتصادي اړیکو دپیاوړتیا په باب خبرې اترې کړې وې .