په افغانستان کې د روغتیائي مرکزونو تړل کیدا به خطرناکې پایلې ولري
په افغانستان کې ددرملنې زیاتره مرکزونو دتړل کیدا په دلیل ، ناروغان مجبوره دي ، د درملنې لپاره ډیر اوږدۀسفرونه وکړي . او د افغانستان زیاتره ښاریز په خصوصي کلینیکونو کې د درملنې د ډیر زیات لګښت د ورکولو وس هم نه لري .
صداي افغان خبری آژانس راپورو رکړ، د سره صلیب نړیوالې کمیټې پرون پخپل ټولنیز پیغام کې د کریډیټ او امکاناتو د کمښت په دلیل په افغانستان کې دزرګوونو روغتیائي مرکزونو تړل کیدا ته په اشارې سره لیکلی دي ، که دغه بهیر دوام وکړي، نو د لکونو افغانانو ژوند دمرک له خطرې سره مخ شی .
ددغه اورګان د پیغام په اساس ، په افغانستان کې ددرملنې زیاتره مرکزونو دتړل کیدا په دلیل ، ناروغان مجبوره دي ، د درملنې لپاره ډیر اوږدۀسفرونه وکړي . او د افغانستان زیاتره ښاریز په خصوصي کلینیکونو کې د درملنې د ډیر زیات لګښت د ورکولو وس هم نه لري .
پر افغانستان د طالبانو له مسلط کیدا وروسته ، له افغانستان سره تقریبا درستې نړیوالې مرستې په تیره بیا د روغتیاپه برخې کې مرستې غوڅ شوي دي . که څه هم د روغتیا نړیوالې ادارې په افغانستان کې د درملنې او روغتیا د برخې دملاتړ ژمنتیا کړې ده ، خو د ګراف او کریډیټ د کمیدا او امریکائي بانکونو له خوا د افغانستان دشتمنیو د کنګل کیدا په دلیل دافغانستان د ولس روغتیائي وضعیّت لااندیښمنونکی شوی دی ، داپه داسې حال کې دي چې دافغانستان نیم ښاریزو د خوړو له ډیر زیات کمښته هم کړیږي .