د کابل په سرای شهزاده کې چاودنه شوې ده
د کابل ښار په صرافۍ مارکیټ (شهزاده سرای) کې زوروه چاودنه شوې چې له کبله یې نامعلوم شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
تاند خبري سایټ لیکلي چې د سرای شهزاده یوه صراف عبدالحق رسنیو ته ویلي چې چاودنه د سهار په ۹ بجې او ۵۰ دقیقې وشوه.
ده وویل چې چاودنه د سرای په داخل کې هغه ځای چې خلک راټولیږي، شوې ده. د دې لپاره چې پرون عمومي رخصتي وه نن ډېر خلک د پیسو د بدلولو لپاره مارکیټ ته راغلي وو نو د چاودنې مرګ ژوبله یې هم ډېره ده.
له چاودنې وروسته ګڼ خلک په مارکیټ کې دننه بند پاتې شول.
خو د طالبانو امنیتي سرچینو په دې هکله تراوسه کوم رپورټ نه دی خپور کړی.
سرای شهزاده د افغانستان د پلازمینې کابل ښار په مرکز کښې یو ډیر ګڼه ګوڼه لرونکې اقتصادي مرکز دی.
تراوسه پورې د مرګ ژوبلو دقیق شمېر نه دی څرګند.
د کابل د پولیسو ویندوی خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي هرکله چې وروستي معلومات ټول شول، بیا به د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه څرګندونې وکړي.
خو ځینې شاهدان وايي چې لږترلږه ۱۵ ټپیان یې شمېرلي دي.