د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114574-د_نجونو_ښوونځي_دې_پرانیستل_شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز پرون ناوخته د طالبانو د  اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره ملاقات وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2022 04:20 Asia/Kabul
  • د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز پرون ناوخته د طالبانو د  اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره ملاقات وکړ

د ملګرو ملتونو دفتر خبر ورکړی چې په دغې ترسره شوې کتنه کښې د ملګرو ملتوو استازې په افغانستان کښې د نجونو د ښوونځیو د خلاصون لپاره د بیړني اقدام غوښتنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي چې په دې لیدنه کې په افغانستان کښې د رسنیو پر وروستي حالت او محدودیتونو هم اندېښنه څرګنده شوې ده.

هغې په افغانستان کې په رسنیو باندې له لګیدلو وروستیو محدودیتونو اندېښنه ښودلې او له ملا خیر الله یې غوښتي چې په دې اړه له خیریالانو سره ګټورې خبرې وګړي.

د یادولو وړ ده چې لاهم په هېواد کې تر شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځیو پرانیستلو پرېکړه نه ده شوې.

خو د طالبانو لنډمهاله حکومت وایي، ډېر ژر به تر شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځیو پرانیسلو په تړاو پرېکړه وکړي.

د طالبانو حکومت د جینکو د ښوونځیو د بند ساتلو په وجه له کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخامخ دی.