په افغانستان کې د ایران سفارت او کنسولګرۍ بندي شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114666-په_افغانستان_کې_د_ایران_سفارت_او_کنسولګرۍ_بندي_شوي_دي
په کابل او هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت په کنسولګریو او سفارتخانې باندې تر برید وروسته، د افغانستان په ټولو ولایتونو او کابل کې د ایران کنسولګرۍ بندي شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2022 08:21 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ایران سفارت او کنسولګرۍ بندي شوي دي

په کابل او هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت په کنسولګریو او سفارتخانې باندې تر برید وروسته، د افغانستان په ټولو ولایتونو او کابل کې د ایران کنسولګرۍ بندي شوي دي.

تېره اوونې په مشهد کې د امام رضا ع په زیارت کې یو تکفیري بریدګر په چړې باندې دوه دیني عالمان شهیدان کړ او یو بل تن یې ټپي کړ، تر دې پیښې وروسته په پراخه پیمانې سره په سوشیل مېډیاو کې د افغان کډوالو د ځورونې جعلې وېډیوګانې خپرې شوې او تیره ورځ هم یو شمېر کسانو د کابل او د هرات په ولایتونو کې د ایران د سفارت او کنسولګرۍ مخي ته په مظاهرو او ډبرو په ویشتلو لاس پوري کړي دي.

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د ایراني راډیویې او ټلویزیونې ادارې ته وویل: د امنیتي ستونزو د امله مو د رواني اوونۍ تر پایه پوري په ټول افغانستان کې کنسولي خدمات بند کړي دي خو سره له دې هم ګڼ شمېر کسان نن هم په کابل کې د سفارت مخې ته د وېزو د تر لاسه کولو لپاره انتظار باسي.

په کابل کې د ایران سفیر وویل چي د افغان کډوالو د ځورولو جعلي وېډیوګانې د منافقینو د ترهګري ډلي له لوري خپرې شوې تر څو د تهران – کابل اړیکې خرابي کړي.