له افغانستان سره نړیوالې مرستې روانې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115032-له_افغانستان_سره_نړیوالې_مرستې_روانې_دي
نړیوال بانک د افغانستان د کرهڼې، روغتیا او خوړو د برخې د پیاوړتیا لپاره ۴۵۰ میلیون ډالر افغانستان ته بیل کړل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2022 07:44 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره نړیوالې مرستې روانې دي

نړیوال بانک د افغانستان د کرهڼې، روغتیا او خوړو د برخې د پیاوړتیا لپاره ۴۵۰ میلیون ډالر افغانستان ته بیل کړل

نړیوال بانک پرون وویل چې د کرهڼې، روغتیايي او خوراکي کړکیچه د وتلو لپاره د افغانستان د مرستې په موخه د څلور نیم سوه میلیون ډالرو په ارزښت یوه بله مرسته دغه هیواد ته ورکړه.

خو نړیوال بانک واضحه کړې نه ده چې دغه پیسې به طالبانو ته ورکړي او که د ملګرو ملتو د آژانسونو له لارې به یې ولګوي.

په عین حال کښې ویل شوي دي چې ټاکل شوې ده اووه ډله او د افغانستان په بیارغونې کښې د امانتي صندوق سره نور مرسته کونکي سبا جمعه د افغانستان د زیاتیدونکو اقتصادي ستونزو او خوراکي امنیت په هکله بحث وکړي.