طالبانو په افغانستان کښې د ټِک ټاک اپلیکیشن دبندولو پریکړه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115038-طالبانو_په_افغانستان_کښې_د_ټِک_ټاک_اپلیکیشن_دبندولو_پریکړه_وکړه
د طالبانو د لنډ مهاله حکومت د ویاندوي مرستیال انعام الله سمنګاني وایي چې د طالبانو د موقت حکومت کابېنې  په خپله وروستۍ ناسته کښې په افغانستان کې د ټیک ټاک بوختوونکی اپلیکشین او دغه راز د پاپ جي لوبې (ویډیو ګیم) د بندولو پریکړه وکړه.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Apr 21, 2022 09:39 Asia/Kabul
  • طالبانو په افغانستان کښې د ټِک ټاک اپلیکیشن دبندولو پریکړه وکړه

د طالبانو د لنډ مهاله حکومت د ویاندوي مرستیال انعام الله سمنګاني وایي چې د طالبانو د موقت حکومت کابېنې  په خپله وروستۍ ناسته کښې په افغانستان کې د ټیک ټاک بوختوونکی اپلیکشین او دغه راز د پاپ جي لوبې (ویډیو ګیم) د بندولو پریکړه وکړه.

د طالبانو د لنډ مهاله حکومت د ویاندوي مرستیال انعام الله سمنګاني وایي چې د طالبانو د موقت حکومت کابېنې  په خپله وروستۍ ناسته کښې په افغانستان کې د ټیک ټاک بوختوونکی اپلیکشین او دغه راز د پاپ جي لوبې (ویډیو ګیم) د بندولو پریکړه وکړه.

ښاغلي سمنګاني ویلي چې په دې اړه د وروستیو کړنو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ته دنده سپارل شوې ده. هغه وویل دټیک ټاک  او پاپ جي د بندولو پریکړه له دې امله شوې چې په ټولنه کې یې د ځوان نسل پر شخصیت او اخلاقو ناوړه اغیز کړی دی.

خو دا معلومه نه ده چې د یادو دواړو اپلیکسشنو د بندولو پریکړه به لنډ مهاله وي او که دتل لپاره یې وتړي. یاد دواړه اپلیکشنونه چې ویل کیږي د چین هیواد تکنالوژي ده، دځوانانو په منځ کښې ډیر مینه وال درلودل. ډیری ځوانان وایي چې اوسمهال په افغانستان کې د تفریح او ساعت تیرې لپاره تر ټولو ښې وسیلې همدا وې چې هغه هم له دوې وتروړل شوې.