حامد کرزی:
افغانستان خپله د ترهګرۍ قرباني دی
Apr 21, 2022 09:44 Asia/Kabul
د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي چې دا هیواد د ترهګرو پالونکی نه بلکې د ترهګرۍ قرباني دی
پخواني ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي انګلیسي سره په تازه مرکه کې د پاکستان پر وروستیو بریدونو او ځینو څرګندونو توند غبرګون ښوودلی او هغه یې غندلې دي.
ښاغلي کرزي ویلي د پاکستان دا څرګندونې ناسمې دي چې ګواکي په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه دي. د ده په وینا افغانستان د ترهګرو پالونکی نه بلکې د ترهګرۍ قرباني دی او پاکستان ته په کار ده چې په خپله خاوره کښې د شته ترهګرو پر وړاندې ګامونه اوچت کړي.
هغه تمه ښوودلې چې د پاکستان نوی حکومت وکړی شي له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړي.
دا په داسې حال کښې دي چې پاکستان وايي په وزیرستان کښې د دغه هیواد په پوځ باندې د طالبانو خونړۍ حملې د افغانستان له خاورې شوې دي.
ټیګونه