طالبانو د مزار شریف پرونۍ حمله وغندله
Apr 22, 2022 00:57 Asia/Kabul
طالبانو په مزار شریف کښې د شیعه مسلمانانو په جومات باندې ترهګره حمله وغندله
د طالبانو ویاند په مزار شریف کښې د شیعه مسلمانانو په جومات باندې د پرونیو ترهګرو بریدونو په غندلو سره وویل چې د دې جنایت عاملان به معلوم کړي.
ذبیح ا... مجاهد په یو پیام کښې پرون په کابل، بلخ او قندوز کښې د ملکي وګړو خلاف د شویو ترهګرو چاودنو په غندلو سره دغه جنایتونه د هغو دلو کار وباله چې په افغان ټولنې پورې هیڅ اړه نه لري.
د ویلو ده چې پرون په (سه دکان) مشهور د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف په ترټولو پخواني او ستر حضرت محمد رسول الله(ص) نومې جومات باندې د ترهګرې حملې له امله لسګونه تنه شهیدان او ژوبل شوي دي.
پرون د افغانستان په ننګرهار، کابل او قندوز ولایتونو کښې هم ترهګرې چاودنې وشوې.
ټیګونه