ملګروملتونو د افغانستان د ښاریزو د امنیت د تضمین غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115180-ملګروملتونو_د_افغانستان_د_ښاریزو_د_امنیت_د_تضمین_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د بشري حقوقو ځانګړي راپورټر ریچارډ بنت په افغانستان کښې د ملکي وګړو پرضد د حملو له زیاتیدا سره په یووخت د طالبانو د حکومت لخوا د دغه هیواد د ښاریزو د حفاظت غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2022 09:45 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د افغانستان د ښاریزو د امنیت د تضمین غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د بشري حقوقو ځانګړي راپورټر ریچارډ بنت په افغانستان کښې د ملکي وګړو پرضد د حملو له زیاتیدا سره په یووخت د طالبانو د حکومت لخوا د دغه هیواد د ښاریزو د حفاظت غوښتنه وکړه .

ریچارد بنت نن په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د افغانستان د  ښاریزو د حقوقو محافظت باید  وشي وویل زه د افغانستان د هغو ټولو خلکو په څنګ کښې یم چې خپلوان یې د تیرې اونۍ په ویرونکو حملو کښې وژل شوي دي .

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې څارني ، تحقیق او ځواب ویلو ته به دوام ورکړي وویل د نړیوال عدالت د تضمین او د خلاف  ورزۍ د مخنیوي لپاره باید د افغانستان د خلکو د بشري حقوقو ساتنه وشي .

په تیرو څو ورځو کښې د افغانستان په پلازمینې کابل او د مزارشریف او د قندوز د جوماتونو په شمول د هیواد په بیلابیلو سیمو  کښې ترهګرې بم چاودنې او حملې شوي چې له کبله یې په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي .

د اکثرو ترهګرو حملو مسوولیتونه هم داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستي دي .