متقي او د قطر د وزيراعظم مرستیال سره وکتل
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي په دوحه کښې د قطر هېواد د وزيراعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره کتلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، په دې کتنه کې په سیاسي مسائلو او د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو د مدیریت په سر خبرې اترې وشوې.په دې ناسته کښې د هوایي ډګرونو د مدیریت پر هغو ټکو هم بحث شوے چې لاهم دواړه لوري پرې کومې فېصلې ته نه دي رسېدلي.
د هغه په وینا، په ترسره شوې ناسته کې دواړو خواو هغه ټکي مشخص کړل چې نور وضاحت ته اړتیا لري.دی زیاتوي چې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه کار کوي چې په دې برخه کې یوې فېصلې ته ورسېږي.
د یادولو وړ ده چې د طالبانو د موقته حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د سرپرست وزیر حمیدالله اخندزاده په مشرۍ پلاوے دوحې ته تللی چې هلته د یاد هېواد له چارواکو سره د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو د مدیریت په سر یوې فېصلې ته ورسېږي.خو لاهم څه نتيجې ته نه دي رسېدلي.