ایران له افغانستان سره په ګډه پوله روغتون جوړوي
په کابل کې د ایران د سفارت مرستيال سید حسن مرتضوي وايي چې هېواد یې له افغانستان سره پر ګډه پوله یو روغتون جوړوي
نوموړي د طالبانو د عامې روغتيا وزارت له سرپرست ډاکټر قلندر عباد سره د لیدنې پر مهال په کابل او باميان کې هم د ايران په مرسته د جوړیدونکو روغتونونو په اړه خبرې کړي.
د طالبانو روغتيا وزارت وايي چې د کابل په افشارو کې يې د ايران په مرسته د جوړیدونکي روغتون په اړه غوښتي چې د سرطان ناروغانو ته یې ځانګړی کړي.
سرچینه وايي ايراني لوري یې دغه غوښتنه منلې ده.
د طالبانو د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په ګډه پوله کې د ایران له لورې جوړیدونکي روغتون ته به له ويزې پرته هم افغان ناروغان تګ راتګ وکړی شي.
طالب چارواکو په تورخم او سپين بولدک کې د پاکستان له لوري هم د ورته روغتونونو د جوړیدو خبر ورکړی.