داعش او په افغانستان کې د خونړیو حملو دوام
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115380-داعش_او_په_افغانستان_کې_د_خونړیو_حملو_دوام
د افغانستان ډېری خلک په دې باور دي چې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهه ګرو ډلو په مزبوتولو کې بهرني لاسونه  موجود دي. هغه په راتلونکي کې د داعش د جوړولو لوی هدف د سیمې د هیوادونو په تېره بیا چین لپاره د سرخوږي جوړول ګڼل.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Apr 29, 2022 09:13 Asia/Kabul
  • داعش او په افغانستان کې د خونړیو حملو دوام

د افغانستان ډېری خلک په دې باور دي چې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهه ګرو ډلو په مزبوتولو کې بهرني لاسونه  موجود دي. هغه په راتلونکي کې د داعش د جوړولو لوی هدف د سیمې د هیوادونو په تېره بیا چین لپاره د سرخوږي جوړول ګڼل.

 

 افغانستان هماغه راز د  ترهه ګرو حملو کتونکی دی او داعش ترهه ګره ډله یې پړه په غاړه اخلي. په نویو ترهه ګرو حملو کې چې په مزار شریف کې وشوې نه تنه مړه او دیارلس ژوبل شول. ویل کیږي چې دغه دوه چاودونې په دوو میني بسونو شوې  چې پکې سپاره کسان د روژه ماتي لپاره کورونو ته روان وو.

یوه اونۍ مخکې هم په مزار شریف کې د شیعیانو په یو جومات کې د بم چاودنې له امله  په لسګونو لمونځکوونکي شهیدان او ژوبل شوې وو. پوره څرګنده ده چې  هغه ترهه ګر چې د داعش د ترهه ګرې ډلې په نامه جنایتونه کوي، په افغانستان کې د ترهه ګرو حملو په دوام سره څو هدفونه تعقیبوي. لومړی دا چې د افغانستان ټولنه چې له ناامنیو او جنګونو ستړې شوې هماغه راز په ناامنه شرایطو کې وساتي. دوهم   په افغانستان کې د تفرقه او اختلاف اچولو موخه لري او دریم هم داچې داعش چې په عراق او سوریې کې یې ماته خوړلې او تباه شوی دی د هدفمنو حملو په دوام سره د دغه ماتو د غچ اخستلو په لټه کې دی.

 د سیاسي مسایلو کارپوه بهرام زاهدي په دې اړه وایي:

داعش په افغانستان کې څلور هدفونه لري، د هغو کسانو فزیکي او جسماني ختمول چې ورسره کینه لري، لکه شیعیان، د خلکو په مینځ کې د رعب او وحشت جوړول، د افغانستان په ټولنه کې له مختلفو قامونو او مذهبونو  جوړه ده د درز اواختلاف اچول او اخر هم دا چې په افغانستان کې د امنیت په ټینګولو کې د طالبانو بې وسه اوناتوانه ښودل.

 د ترهه ګرو ډول د جوړېدو مخینې او څرنګوالي ته په پام سره چې د لویدیځو اطلاعاتي ایجنسیو په تیره بیا امریکا او د سیمې د ځینو عربو هیوادونو په مالي ملاتړونو سره کیږي، ویلی شو چې داعش او نورې ترهه ګرې ډلې چې په افغانستان کې فعالې دي،  د بهرنیانو له ملاتړه برخمنې دي لکه څنګه چې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني مشر صالح محمد خلیق، صهیونسټي عوامل او تکفیري ډلې  په افغانستان کې د داعش تر ټولو لوی ملاتړي ګڼي.  د سیاسي شناندو له نظره دا مساله د قدس له نړیوالې ورځې او د صهیونسټ رژیم د جنایتونو د غندلو لپاره له دغه ورځې د عمومي افکارو د اړولو سره هم  اړندوالی لري.

 د افغانستان د سیاسي مسایلو کارپوه ارواښاد وحید مژده په دې نظر و چې:

د افغانستان ډېری خلک په دې باور دي چې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهه ګرو ډلو په مزبوتولو کې بهرني لاسونه  موجود دي. هغه په راتلونکي کې د داعش د جوړولو لوی هدف د سیمې د هیوادونو په تېره بیا چین لپاره د سرخوږي جوړول ګڼل.

 

 په هر حال، د افغانستان په مختلفو سیمو منجمله مزار شریف کې وروستۍ چاودنې د دې ښودنه کوي چې ترهه  ګر په جوماتونو او مسافري بسونو او ګاډو کې د چاودنو په شان له مختلفو تاکتیکونو څخه د وحشت او وژلې د جوړولو لپاره استفاده کوي. که څه هم وروستۍ حملې د دې ښودنه کوي چې د ترهه ګرو حملو هدف شیعه ټولنه وه خو د ترهه ګرو  حملو مخینه مونږ ته داسې وایي چې ترهه ګر په ټول افغانستان کې د ناامنۍ جوړول غواړي چې که دغه مسالې ته پام ونه شي او په افغانستان کې د ترهه ګرو موقعیت پیاوړی شي په راتلونکي کې د ټولې سیمې امنیت له خطر سره مخامخولی شي.

پای.