د قدس نړیواله ورځ د افغانستان د خلکو له خولې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115386-د_قدس_نړیواله_ورځ_د_افغانستان_د_خلکو_له_خولې
د افغانستان خلکو د قدس په نړیواله ورځ ټینګار وکړ چې اسلامي هیوادونه دې د قدس شریف ژغورلو ته تیار شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2022 10:42 Asia/Kabul
  • د قدس نړیواله ورځ د افغانستان د خلکو له خولې

د افغانستان خلکو د قدس په نړیواله ورځ ټینګار وکړ چې اسلامي هیوادونه دې د قدس شریف ژغورلو ته تیار شي

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د پلازمینې کابل خلکو د قدس په نړیواله ورځ د صهیونیسټی رژيم له نیواکه د قدس شریف د آزادولو لپاره د مسلمانانو په یو کیدو او د اسلامي هیوادونو په هلوځلو ټینګار وکړ.

به دې لړ کښې یو افغان محصل سجاد نبوي د قدس د نړیوالې ورځې د لمانځنې په اهمیت باندې په ټنیګار سره وویل: دا ورځ د هغه حق د غږ پورته کولو لپاره ټاکل شوې ده چې لسګونه ساله مخکښې د د اسرائیلو د خونړي رژیم له خوا غصب شوی دی.

د کابل د بین الحرمین مدرسې مشر حجت الاسلام و المسلمین ذاکري هم د فسطین مسئلې ته د مسلمانانو په پاملرنې باندې په ټینګار سره وویل: متعال خدای د قرآن مجید په ډیرو آیتونو کښې د مسلمانانو د ستر او اتل ولس د یووالي او اتحاد غوښتنه کړې ده.

د کابل د خیرخانې د امام زمان علیه السلام د جومات امام حجت الاسلام و المسلمین محمد حسین صداقت هم د صهیونیسټي رژیم خلاف د اسلامي هیوادونو په یو کیدو باندې په ټینګار سره وویل: د قدس د ژغورنې لاره د دغه رژیم خلاف د اسلامي هیوادونو یووالی دی.