کابل کښې په جومات باندې ترهګرې حملې کښې ۵۰ تنه شهیدان شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115400-کابل_کښې_په_جومات_باندې_ترهګرې_حملې_کښې_۵۰_تنه_شهیدان_شول
په کابل کښې د خلیفه صاحب په نامه د شیعه مسلمانانو په جومات کښې د ترهګرې چاودنې له امله پنځوس کسان شهیدان شوي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2022 01:20 Asia/Kabul
  • کابل کښې په جومات باندې ترهګرې حملې کښې ۵۰ تنه شهیدان شول

په کابل کښې د خلیفه صاحب په نامه د شیعه مسلمانانو په جومات کښې د ترهګرې چاودنې له امله پنځوس کسان شهیدان شوي دي

که څه هم د چاودنې د شهیدانو شمېر لږترلږه ۵۰ تنه ښودل کېږي خو ځینې راپورونه یې تر دې خورا ډېر ښيي.

تاند خبري سایټ لیکلي دي، چاودنه هغه مهال وشوه چې سلګونه کسان د خلیفه صاحب په جومات کې راټول شوي وو.

د بېلابېلو روغتوني سرچینو د راپورونو له مخې، د ټپیانو شمېر سلګونو تنو ته رسېږي خو پر خبریالانو د سختو بندیزونو له کبله د ټپیانو او وژل شویو کسانو کره شمېر له دې سره سره چې د پېښې څو ساعتونه وشول، معلوم نه دی.

د طالبانو ویاند لا هم د وژل شویو کسانو رسمي شمېر ۱۰ کسه ښايي خو د «خلیفه صاحب» جومات مسئولان وايي چې په جومات کې دننه لږترلږه ۵۰ تنه وژل شوي دي. دوی وايي چې پر دې سربېره ممکنه ده ګڼ ټپیان په روغتون یا لاره کې مړه شوي وي.

له بلې خوا رویټرز خبري اژانس د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د سلاکار سید فضل اغا په قول ویلي چې ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.

سید فضل اغا، چې وراره یې په دې پېښه کې وژل شوی، رویټرز ته ویلي چې د ده په باور دا برید انتحاري و او ځانمرګی په مراسمو کې حاضر و.

ده زیاته کړه:«هرې خوا ته تور لوګي وو، هر لور ته مړي پراته وو. زه په خپله روغ پاتې شوم، خو عزیزان مې ووژل شول.»

د طالبانو یوه ویندوی خالد ځدراڼ، چې د وژل شویو کسانو شمېر یې ۱۰ تنه ښودلی و، مازدیګر ۴ بجې یې په ټویټر کې ولیکل چې ۴۰ تنه وژل شوي دي.

که څه هم تراوسه کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی خو باور کېږي چې دا حمله به هم داعش ترهګرې ډلې کړې وي چې له شیعیانو  او سُني صوفیانو سره نظریاتي اختلاف لري.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد دا برید غندلی او وايي چې دا ډول ظالمانه وژنې له اسلام او هیواد سره هیڅ تړاو نه لري.