افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو لپاره زمینه برابره شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115408-افغانستان_ته_د_کډوالو_د_راستنېدو_لپاره_زمینه_برابره_شي
د افغانستان د ملی مصالحې د عالي شورا مخکنی مشر هیله وښوده چي افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنېدو زمینه برابره شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2022 07:00 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو لپاره زمینه برابره شي

د افغانستان د ملی مصالحې د عالي شورا مخکنی مشر هیله وښوده چي افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنېدو زمینه برابره شي.

د فارس له راپور سره سم، عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ په کابل کې د ایران د سفیر له مرستیال سید حسن مرتضوي سره په لیدنه کې له افغان مهاجرو څخه د ایران د ملاتړ قدرونه وکړه.

د افغانستان د ملی مصالحې د عالي شورا مخکنی مشر د دې په بیانولو چي د ایران اسلامي جمهوریت له کلونو را په دې خوا ګڼ شمېر افغان مهاجرو ته ځای ورکړي وویل: ځېنې عناصر د دواړو هیوادونو د ولسونو تر مینځ لانجو ته لمن وهي چي دا کړچار د منلو نه دي.

عبدالله عبدالله په افغانستان کې ځینې ستونزو ته په اشارې سره زیاته کړه: د دې وخت تیر شوی چي بهرني هیوادونه د افغانستان د خلګو د راتلونکې په هکله فیصله وکړي بلکې د افغانستان برخلیک باید په هیواد کې دننه او د دې هیواد د خلګو له لوري وټاکل شي.