د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر استازی
اشغالګران په افغانستان کې مذهبي او قومیتي شخړو ته لمن وهی
Apr 30, 2022 11:53 Asia/Kabul
د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی ویلي چي اشغالګران د افغان ولس په وړاندې د خپلي ماتې د جبرانولو لپاره د داعش په شمول د خپلو مزدورانو په مرسته مذهبي او قومیتي لانجو ته لمن وهي.
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی قمي د کابل د وروستیو بریدونو په غبرګون کې په خپل ټوییټر کې ولیکل: د افغانستان وروستي پېښې ښودنه کوي چي اشغالګران غواړي د داعش په شمول له خپلو مزدورانو په وسیله په دغه هیواد کې مذهبی او قومیتي لانجو ته لمن ووهي او په دې توګه له افغان ولس څخه خپل د ماتې غچ واخلي.
هغه زیاتوي چي اوس د دې وخت را رسېدلی دی چي د افغانستان د نوي حکومت چارواکي له ټولو ملي ظرفیتونو څخه په کار اخیستلو سره، د یو پر امن هیواد لپاره هلي ځلي وکړي.
ټیګونه