ایران د افغانانو د درملنې لپاره سرحدي روغتون جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115438-ایران_د_افغانانو_د_درملنې_لپاره_سرحدي_روغتون_جوړوي
د ایران اسلامي جمهوریت افغانستان سره په ګډه پوله کې د هغو افغان ښاریزو د درملنې لپاره روغتون جوړوي چی ایران ته د سفر توان نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2022 11:59 Asia/Kabul
  • ایران د افغانانو د درملنې لپاره سرحدي روغتون جوړوي

د ایران اسلامي جمهوریت افغانستان سره په ګډه پوله کې د هغو افغان ښاریزو د درملنې لپاره روغتون جوړوي چی ایران ته د سفر توان نه لري.

په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوی د طالبانو د حکومت د صحت عامي له وزیر قلندر عباد سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو په ګډه پوله باندې د یو مجهز روغتون د جوړېدو خبر ورکړ.

ایران تر دې مخکې هم په نظر کې درلود چي د کابل په افشار سیمه کې هم یو روغتون جوړ کړي، د طالبانو د روغتیا وزیر غوښتنه وکړه چي یاد روغتون دي سرطاني ناروغانو ته ځانګړي شي.

هر کال په زرګونو افغانان د درملنې لپاره ایران ته سفر کوي.