طالبانو نن په افغانستان کې دکوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115440-طالبانو_نن_په_افغانستان_کې_دکوچني_اختر_لومړۍ_ورځ_اعلان_کړه
دا لومړې ځل دې چی افغانستان له سعودی عربستان څخه یوه ورځ مخکې اختر اعلان کړې دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2022 23:53 Asia/Kabul
  • طالبانو نن په افغانستان کې دکوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

دا لومړې ځل دې چی افغانستان له سعودی عربستان څخه یوه ورځ مخکې اختر اعلان کړې دې .

‏‏‏د طالبانو د شوال مياشتې د لیدو کمېټې نن په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

د طالبانو د قضایه قوې په اعلاميه کې راغلي د افغانستان په فراه، غزني، کندهار او غور ولایتونو کې ۲۷ کسانو د شوال میاشت لیدلې او اړوند محاکمو ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې ده.

سرچینه زیاتوي په دې اساس اتبار ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده

له طالبانو څخه څو ساعته مخکې سعودي عربستان اعلان وکړ، چې اختر د دوشنبې په ورځ دی ځکه د شوال هلال نه دی لیدل شوی نو په دې توګه سبا دېرشمه روژه ده.

په افغانستان کې سږنی اختر په داسې مهال نمانځل کېږي، چې ډېری افغانان ورته د پخوا په شان خوشاله نه ښکاري.

دا لومړې ځل دې چی افغانستان له سعودی عربستان څخه یوه ورځ مخکې اختر اعلان کړې دې .

د تهران راډیو درست کارکونکي د افغانستان ولس ته د کوچني اختر مبارکی وړاندی کوی .