د طالبانو سیاست له ایران سره د اړیکو پراخول دي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي د طالبانو د حکومت سیاست له ایران سره د اړیکو پراخول او د ښه ګاونډیتوب د اصولو رعایتول وباله .
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کښې د ایران د سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره په کتنه کښې د ایران او دافغانستان ترمینځ ځینو محدودو سرحدي نښتو ته په اشارې سره وویل هغه څه چې د افغانستان د نویو واکمنانو په کړچار کښې یې وینم دوې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د نښتې اراده نلري .
حامد کرزي په دې خبرې سره چې د افغانستان د حکومت د مشرانو ټینګار له ایران سره د اړیکو پراخول او د ښه ګاونډیتوب د اصولو رعایتول دي وویل دواړه هیوادونه د ملګرتیاو زیاتولو ته هوډمن دي .
کرزي وویل مکمنه ده چې د ګډو سرحدي سیمو په شمول په بیلابیلو سیمو کښې ځینو کسانو او خپل سره او ورانکاره عناصرو له ایران سره د اړیکو د خرابولو اراده لرلي وي او د ناغوښتلي جنګ د رامینځته کولو کوشش کوي خو دواړه هیوادونه باید ځير ووسي چې د دغو کسانو د فعالیت مخه ونیسي .
حامد کرزي د افغانستان د مهاجرینو په هکله هم وویل د ایران اسلامي جمهوریت تراوسه څو لسیزې زمونږ د ګڼ شمیر کډوالو کوربه و او دی او مونږ د تهران د شرایطو په درک کولو سره هیله من یوو په افغانستان کښې د سولې ، د امنیت په راتلو او د اقتصادي حالاتو په ښه کیدا سره خپل هیواد ته د افغانستان د کډوالو د بیرته ستنیدا زمینه برابره شي .
د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي د ایران له اسلامي جمهوریت وغوښتل د سیمې د هیوادونو په ملګرتیا سره له افغانستان سره مرسته وکړي او د افغانستان د خلکو د حالاتو د ښه کولو لپاره اقدامات او فیصلې په اجنډا کښې شاملې کړي .
په کابل کښې د ایران د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي چې د کوچني اختر په درشل کښې یې له حامد کرزي سره کتنه وکړه له دې مخکې د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا له پخوانی مشر عبدالله عبدالله سره هم کتنه او خبرې کړي وې .