داعش ترهګره ډله په افغانستان کښې ځاې نلري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115490-داعش_ترهګره_ډله_په_افغانستان_کښې_ځاې_نلري
اوا خبري اژانس وايي په بلخ ولایت کښې د طالبانو د حکومت والي په دې خبرې سره چې په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې ځای نشته وویل د بې ګناه خلکو پرضد په جوماتونو او ښوونځیو کښې د دغه ډلې بزدلانه او ظالمانه حملې هیڅ توجیه نلري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2022 00:17 Asia/Kabul
  • داعش ترهګره ډله په افغانستان کښې ځاې نلري

اوا خبري اژانس وايي په بلخ ولایت کښې د طالبانو د حکومت والي په دې خبرې سره چې په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې ځای نشته وویل د بې ګناه خلکو پرضد په جوماتونو او ښوونځیو کښې د دغه ډلې بزدلانه او ظالمانه حملې هیڅ توجیه نلري .

په بلخ کښې د طالبانو والي مولوي قدرت الله ابوحمزه پرون د مزارشریف ښار په «روضه شریف» جومات کښې د نیکمرغه کوچني اختر د لمانځه له ترسره کولو وروسته وویل د بې ګناه خلکو پرضد جوماتونو او ښوونځیو کښې د لمونځ ګزارو پرضد د داعش ډلې وروستۍ ترهګرې حملې او بم چاودنې محکومې دي او خلک باید ډاډ ولري چې طالبان به د دوې د امنیت دتامینولو د مسوول په توګه هر ډول هڅه وکړي .

د طالبانو والي وویل داعش ډله د نړۍ په سویه د اهل  سنتو د علماو د فتوا پراساس د خوارجو برخه ګڼل کیږي او دغه خوارج داسې کسان وو چې په صدر اسلام کښې د اسلام دین او د مسلمانانو د دښمانانو په توګه پیژندل کیدل او دغه خوارج د اهل سنتو او د شیعه مسلمانانو دښمانان دي .

د بلخ والي مولوي ابو حمزه داعش ډله تکفیري فرقه وبلله او ویې ویل داعش ډله په کوچنۍ ګناه سره په خلکو باندې د کفر ټپې وهي او داعش ډله اوس د بې ګناه خلکو پرضد ډول ډول ظالمانه خوځښتونو سره غواړي په افغانستان کښې تفرقه رامینځته کړي .

هغه وویل په ټول افغانستان کښې د داعش او د داعشیانو لپاره ځای نشته او په پریکنده توګه دغه ډله به د افغانستان په داخل کښې خپلو سپیرو هدفونو ته ونه رسیږي او د بې دفاع خلکو پرضد په جوماتونو کښې ظالمانه او بزدلانه حملې هیڅ توجیه نلري .