فاریاب ولایت کښې سېلابونو شپږ تنه وژلي
د راغلو سېلابونو له امله شپږ تنه وژل شوي، دوه ټپیان او ۶۰۰جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې ده
د افغانستان د فاریاب ولایت د اطلاعاتو فرهنګ رییس شمس الله محمدي کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د فاریاب ولایت په مرکز او ولسوالیو کې وروستیو سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د هغه په وینا، د راغلو سېلابونو له امله شپږ تنه وژل شوي، دوه ټپیان او ۶۰۰جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې ده.
په دغو سېلابونو کې د ۱۰پلونه ویجاړ شوي او له مرکز سره د ولسوالیو مواصلاتي لارې هم بندې شوې دي.
په همدې حال کې د یاد ولایت زیانمن شوي کسان له طبیعي پېښو سره د مبارزې له وزارت څخه د مرستو او لاسنیوي غوښتنه کوي.
سېلابونو او ورښتونو نه یوازې په فاریاب، بلکې په نورو ولایتونو کې هم خلکو ته درانه زیانونه اړولي د.